یو افغان ژباړونکی برېتانيې ته د تلو په تکل له ډېر انتظار وروسته له پاکستانه اېستل شوی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۲

د برېتانیا د پوځ لپاره یو افغان ژباړونکی په تېر یو نیم کال کې دوه ځله د برېتانیې له خوا له ردولو وروسته له پاکستانه اېستل شوی دی.

برېتانیا اوس وايي چې ژباړونکي ته یې د پناه ورکړې د ردولو پرېکړه ناسمه وه او هغه اوس برتانیا ته د لېږدېدو وړ دی.

د برېتانیې چاپ انډیپنډنټ ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې افغان ژباړونکی وتوانید چې افغانستان ته له اېستلو وروسته بېرته پاکستان ته ستون شي، خو هغه به د خپلې دوسیې د څیړلو لپاره ډیر وخت په دغه هیواد کې پاتې شي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت د هغو افغانانو او نورو کډوالو د اېستلو لړۍ ته دوام ورکړی چې د اوسیدو له اسنادو پرته په دغه هیواد اوسیږي او دغه هيواد بیا بهرنیو هیوادونو ته د هغو افغانانو چې پاکستان کې په تمه دي د نه ایستلو په اړه د لویدیځو هیوادونو غوښتنو ته په پام نه دی کړی.

د څرګندو شواهدو سره، سره چې هغه د برېتانوي پوځ له خوا ګومارل شوی و، د برېتانیې د کډوالو چارو ادارې د ژباړونکي د غوښتنلیک د ردولو لپاره استدلال کړی و چې هغه د کومې برېتانوي دولتي ادارې لخوا نه دی ګومارل شوی.

محکمې ته د وړاندې شويو اسنادو له مخې، د ژباړونکي مېرمن او ماشومان اوس په درېيم هېواد کې خوندي دي، خو له دغه هېواده د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

د ژباړونکي وکیل په خپله دفاع کې وویل چې د دوسیې په څیړلو کې ځنډ او د استوګنې په ورکولو کې پاتې راتلل د دې لامل شوي چې نوموړی له دریم هیواده و ایستل شو او د طالبانو له خطر سره مخ شو.

د برېتانیې د لومړي وزیر ریشي سونک له پرېکړې وروسته چې د دغه هیواد په هوټلونو کې نه شي کولای نور کډوال ځای په ځای کړي په زرګونو افغانان چې برېتانیا ته د لیږدولو وړ دي په پاکستان کې په بې برخلیکه حالت کې پاتې دي.

په پاکستان کې د اوسیدو له معتبرو اسنادو پرته د کډوالو د ډله ییزو اېستلو لپاره له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته، برېتانیا د هغو افغانانو د اېستلو لړۍ چټکه کړې چې له دغه هیواد سره یې همکاري کړې ده.

په اسلام اباد کې د برېتانیا سفارت افغانانو ته "ډاډ لیکونه" ورکړي چې د نیول کېدو پرمهال به يې پاکستاني چارواکو ته وړاندې کوي. خو دا ډاډلیکونه یوازې هغه خلک ترلاسه کولای شي چې په رسمي توګه د برېتانيې حکومت د کډوالۍ لپاره منلي وي.

نور خبرونه

رادیو