د بلخ پوهنتون لپاره د طالبانو رییس یوې مېرمنې سره د ټیلیفوني اړیکو له امله له دندې ګوښه شو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۲

د طالبانو د امنیت او تصفیې کمېسیون په بلخ پوهنتون کې د دغې ډلې ټاکل شوی مشر له یوې "نامحرمې" ښځې سره د ټیلیفوني اړیکو له امله له دندې ګوښه کړ.

د دغه کمېسیون د بلخ ولایتي څانګې اعلان کړی، چې پر ضیاالحق تور ثابت شوی او له هغه سره به قانوني چلند وشي.

په بلخ کې د دغه کمېسیون د ولایتي دفتر د هغه مکتوب یوه کاپي چې د دغه کمېسیون د شمالي حوزې دفتر په عنوان استول شوې، د افغانستان انټرنشنل فارسي څانګې تر لاسه کړې.

په مکتوب کې ليکل شوي، چې د بلخ پوهنتون رییس د دې ټیلیفوني مکالمې له امله له هر اړخیزو څېړنو لاندې دی.

دغه مکتوب یوه اونۍ وړاندې (د ليندۍ ۱۵مه) خپور شوی او په هغه کې د طالبانو د شمال زون د امنیت او تصفیې د کمېسیون له دفتره غوښتل شوي، چې د ضیاءالحق پر وړاندې قانوني اقدامات وکړي.

په دغه مکتوب کې ټینګار شوی، چې د بلخ پوهنتون د رييس په تړاو له یوې ښځې سره د غیرقانوني ټیلیفوني اړیکو تور ثابت شوی دی، چې د صادر شوي مکتوب له نېټې څخه نوموړی له دندې ګوښه شوی دی.

د امنیت او تصفیې ولایتي کمېسیون مکتوب

په بلخ کې د طالبانو د امنیت او تصفیې د کمېسیون دفتر څرګنده کړې نه ده، چې د طالبانو د پوهنتون دغه مشر له چا سره او د کومې موضوع په اړه خبرې کړې دي.

ظاهراً دا خبره ثابته شوې، چې د دغې ډلې یاد چارواکي له یوې «نامحرمې ښځې» سره ټیلیفوني اړیکه نیولې ده، چې دا د نوموړي له دندې د ګوښه کېدو يو معتبر دليل دی.

د بلخ پوهنتون د ليندۍ په ۱۹مه، په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د دغه پوهنتون سرپرست رييس مولوي حيات الله حقجو د پوهنځيو له رييسانو سره غونډه وکړه.

د بلخ پوهنتون د ضیاالحق د ګوښه کولو په اړه څه نه دي ویلي.

له هغه راهيسي، چې طالبان ۱۴۰۰ کال د زمري په مياشت کې واک ته ورسېدل، دغې ډلې ښځې په بشپړه توګه د ژوند له عامه صحنو لرې کړي او له دوی سره يې اړيکې په جدي ډول محدودې کړي دي.

نور خبرونه

رادیو