د روح الله احمدزي لیکنه؛ ایران د کومو ګټو په اساس طالبان د افغانستان واقعیت ګڼي؟

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان څرګندونې هغه وخت ناندریزې شوې چې طالبان یې د افغانستان واقعیت وبلل. ولې اساسي پوښتنه دا ده، چې ایران د افغانستان واقعیتونو ته له کوم لیدلوري‌ ګوري او هغه کومې ګټې او ګواښونه دي‌ چې د ایران بهرني سیاست کې طالبان واقعیت ګڼل کیږي؟

ایران د سیمې، ګاونډیانو او په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه په ستراتیژیک لیدلوري کې د لنډ مهالو او اوږد مهالو ګټو پر خوندي کولو سربېره د فرهنګي او سیاسي هجموني پراخولو او تظمیولو لپاره په افغانستان کې پر څلورو لویو حوزو؛ جیوپولیټیکي، اقتصادي، امنیتي او فرهنګي برخو کې بنستیزې او نظامندې هڅې کوي.

جیوپولیټیک:

په امریکا کې له سپټمبر ۱۱ مې خونړۍ پېښې وروسته پر افغانستان د متحده ایالاتو او د لوېدیځې ټلوالې له خوا برید چې د طالبانو د تېر حاکمیت د پرځېدو لامل شو د سیمې جیوپولټیک ارزښت بدل کړ.

په سیمه کې د امریکا او ناټو پر وړاندې نوې سیمه ییزې ټلوالې ته لار پرانیستل شوه، چې روسیه، چین ، ایران او پاکستان یې اصلي هسته تشکیلوي.

دغې ټلوالې په تېرو شلو کلونو کې د امریکا او ناټو حضور په سیمه کې د خپلو ملي منافعو او ملي امنیت ته کواښ ګڼه. همدا ګواښونه ددې لامل شول چې د طالبانو بیا پورته کیدلو لپاره خواخوږي او همکاري رامنځته شي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو شتون طالبانو ته دا فرصت ورکړ چې د سیمې هیوادونو سره په ځانګړې توګه روسیې، چین او ایران سره ددوی د لومړي حاکمیت په پرتله نږدې‌ او حساب شوی کار وکړي.

خو په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ ۱۵ مه د افغانستان اسلامي جمهوریت پرځیدو او د همدې میاشتې تر پای د امریکا بشپړ نظامي ځواکونو وتلو سره سم په سیمه کې د امریکا پر ضد جوړې ټلوالې ګډه همکاري له یو بل سره پر تقابل او د تیر دو لسیزو پرتله په افغانستان کې د خپل حضور پراخولو پر سیایلۍ بدله کړه او ټولو لوریو دا کوښښ پیل کړ چې د امریکا وتلو تشه دوی ډکه کړي دغه راز له افغانستان نه دوی ته متوجه ګواښونه او ګټې له نږدې وڅاري.

بل خوا ایران او طالبان چې په ایډیالوژیک لحاظ د یوبل نه پخلاکیدونکي دوښمنان دي‌ او د متشدید سیاسي اسلام بیلابیلې نسخې لري چې دواړه نسخې نړیوال حاکمیت د امام او امیرالمومینین تر سیاسي او مذهبي قیادت لاندې دولت رامنځته کول غواړي.او په عین حال کې یو بل منسوخ وي.

خو د همدې لوی درځ او تقابل سربیره د لنډ مهال لپاره طالبان د نړيوالې انزوا څخه وتلو او ایران په سیمه کې د منافعو او د سیمه ییزو قدرتونو سره انډول ساتلو لپاره د یو بل سره د نا رسمي تعامل پر معادلې همکاري ته مجبور شوي دي.

اقتصاد:

ایران او طالبان دواړه د لویدیځ له لوري تحریم شوي او د لویدیځ ضد دریځونه لري. ایران په تیر کال کې د طالبانو حاکمیت لاندې سوداګرو سره د دوو میلیارد ډالرو په ارزښت کلنۍ راکړه ورکړه دردلوده چې البته ۹۵ سلنه یې د ایران څخه واردات تشکیل وي. دغه راز ایران او طالبانو هوکړه کړې چې دا کچه به په راتلونکو کلونو کې تر لس میلیارد ډالرو رسوي. دا د بندیزونو لاندې ایران لپاره طلایي‌ چانس دی چې هیڅکله یې بدیل نورو ګاونډیانو کې نه شي موندلی.

همدارنګه افغانستان اوس د ایران بې کیفیته تولید شویو خوړو، توکو،‌ نفت، صنعت او سوداګرۍ لپاره بې بدلیه بازار دی چې په تیر ۲۰ کلونو کې ساری نه درلود. سربیره پردې چې طالبان اوس د کورني او نړیوال مشروعیت نه لرلو فشار لاندې دي. د پاکستان په ګډون د نورو ګاونډیانو سره هم د تجارت او سوداګرۍ پایدارې اړیکې او راشه درشه نه لري نو په دې اساس د ایران سره د بې قید او شرط تجارت سیاست یې غوره کړی دی. او ایران د طالبانو نامشروع او ناپایدار حالت څخه خپله اقتصادي ګټه پورته کوي.

همدارنګه د مهاجرینو او د هلمند سیند حقبه دو نور هغه مهم اړخونه دي چې د ایران پر اقتصاد مستقیم اغیز لري او د دواړو لوریو ترمنځ د تعامل سبب شوی.

امنیت:

د ایران او طالبان مشترک دوښمن داعش دی.‌ د داعش پر ضد د دوی همکاری له ۲۰۱۱ کال څخه پیل شوې او همدې مشترک تهدید درلودل دوی تعامل ته مجبور کړي دي.

بل خوا ایران د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان او عربي هېوادونو اړیکې او د عربو پراخ حضور افغانستان کې د ایران منافعو او ملي‌ امنیت ته تهدید ګڼي. دا چې اوسمهال عربي‌ هېوادونه طالبان په رسمیت نه پېژني‌ او طالبان د خپل نامشروع حاکمیت لپاره د ایران پرته بل انتخاب نه لري همدا اړخ د طالبانو او ایران ترمنځ یو بل لامل دی چې د همکاريو لنډمهاله تعامل یې رامنځته کړی دی.

همدارنګه په تر یو کال کې د ایران استخباراتو سپاه قدس ته ورته ډله په کندهار کې د ملا هبت الله د ساتنې لپاره رامنځته کړې. ویل کیږي چې ددې ډلې شمیر تر دېرش زرو وسلوالو رسیږي. چې د ایران پراخ امنیتي او دیپلوماتیک حضور لاندې را منځه ته شوې ده. د ایرانیانو پر باور دغې ډلې که ددوی نفوذ کولی شي د ایران منافع د هغو طالب ډلو په پرتله وساتي چې عربي‌ هیوادونو سره نږدې اړیکې لري.

فرهنګ:

ایران ځان له مذهبي اړخه د شیعه صفويي ایډیالوژۍ او فرهنګي اړخه د فارسي ژبې او ایران تمدني حوزې ساتنې او پراخونې میراثدار او مسوول ګڼي. ایران له فرهنګي‌ او مذهبي اړخه طالبانو سره له تعامل دا ښیي چې د اسلام سیاسي نظام بڼه د شیعه فقې درلودو سره کولی شي‌ دوام وکړي‌ سره له دې چې د لسیزیو راهیسې د لویدیځ بندیزونو لاندې دي‌ اما پر دې توانیدلي چې پر خپلو امکاناتو او وسایلو شیعه حکومتولۍ او د همدې لارې پراخولو لپاره نیابتي ‌ډلې رامنځته کړي او بل لور دا ښیي چې د سیاسي اسلام سني‌ روایت چې طالبان یې استازولي کوي ناکام او دوام وړ نه دی.

همدارنګه افغانستان د ایران، تاجکستان او بخارا سیمو ترمنځ د وصل او فرهنګي‌ اړیکو ټینګولو او را ژوندي کولو یوازینۍ لار او پتانشیل دی چې د ایران شهري فکر او شیعه ایدیالوژي پراخولو سبب کیدلی شي. په تیر شل کلونو کې ایران د همدې دوو اړخونو لپاره په افغانستان کې پانګونه کړې او د طالبانو بیا راتللو سره د تیرو لاسته راوړنو له منځه تللو اندیښمن کړی او حتا تیره میاشت د ایران او تاجکستان ولسمشرانو د فارسي فرهنګي حوزې د له منځه تللو تهدید کمول په موخه د ایران او تاجکستان تر منځ د ویزې الزام له منځه یووړ. نو د همدې اندیښنو او فرصتونو په اساس او د تیرو دو لسیزو لاسته راوړنو او فرهنګي هجموني ساتلو په موخه ایران طالبانو سره د لنډ مهال لپاره د تعامل پرته بله هره لار ویجاړونکې او منفي بولي. او همدا ګواښونه او فرصتونه ددې سبب شوي ‌چې ایران د سټیج پر سر طالبان د افغانستان واقعیت او د پردې تر شا د ایران دښمن او مغولي لښکر وبلي.

یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر پلوي نه کوي.