په پېښور کې هټۍوال وايي، د افغان کډوالو له اېستلو سره هم‌مهاله د دوی کارونه په ټپه ولاړ دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۱

په پېښور کې ګڼ هټۍوال وايي، له تېرو شاوخوا دوه میاشتو په ترڅ کې یې کاروبار پنځوس سلنه کم شوی او ورسره یې اقتصاد سخت زیانمن شوی دی.

د پېښور په صدر بازار کې هټۍوال عبدالمطلب افغانستان انټرنشنل ته وايي:« له هغه وخته چې له پېښوره د افغان کډوالو ستنول پیل شوي، د دوی کاروبار هم ورسره په ټپه درېدلی او پېریدونکي یې هم سم نیمايي کم شوي دي، پخوا به یوازې په پېښور کې مېشتو افغانانو زموږ څخه ځان ته توکي نه اخېستل؛ بلکې دوی به په افغانستان کې هم خپلو خپلوانو له پاره زموږ څخه توکي رانیول او هغوی ته به یې د سوغات په توګه لېږل.»


تر دې وړاندې به په صدر بازار کې ګڼ افغانان لیدل کېده، چې یا به یې د ځان له پاره توکی اخیستل او یا به یې پر نورو توکي پلورل؛ خو اوس دغه شمېر په نشت حساب دی.

دا رنګه نن سبا په پېښور ښار کې د پخوا پرتله د خلکو ګڼه ګوڼه هم د پام وړ کمه شوې، یو شمېر افغانان که له پېښوره ایستل شوي، نور پاتې افغانان بیا د پولیسو له وېرې له کورونو نه شی راوتلای، چې دې کار بیا د پېښور په بازارونو هم ژور اغېز پرې اېستی دی.

د دې تر څنګ نن سبا په پېښور کې ډېر کورونه تش شوي او خلک هم د نویو کورونو د کرایه کولو له پاره د پخوا په څېر لیوالتیا نه لري، ګڼ پېښور مېشتي افغانان وايي، پخوا به چې کله افغانان پېښور ته راغلل، دوی به هره ورځ د خپلو دوستانو له پاره په کورونو پسې سرګردانه او لالهانده ګرځېدل کورونه به نه پیدا کېدل؛ خو نن سبا د معاملاتو رهنما په خپله کرایه نیونکو پسې سرګردانه ګرځي، څوک نه شته چې کورونه په کرایه ونیسي.


له پاکستانه که د افغان کډوالو اېستلو سره افغانانو ته ګڼې ستونزې راولاړې شوې؛ خو ورسره د هغوی ستنېدا د پاکستان پر ځايي خلکو هم بې شمېره اغېزې پرې اېستې دي.

د پاکستان ځايي اوسېدونکي وايي، د اقتصاد په ګڼو برخو یې ناوړه اغېزې پرېوتي چې ورسره د دوی ژوند هم اغېزمن شوی دی.

نور خبرونه

رادیو