د طالبانو د کډوالو وزیر په ژمي کې د راستنېدونکو کډوال د ستونزو د زیاتېدو خبرداری ورکړ

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۱

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر په افغانستان کې د قطر له سفیر سره په لیدنه کې د هغو کډوالو پر وضعیت او اړتیاو خبرې وکړې چې افغانستان ته راستانه شوي دي.

خلیل الرحمن حقاني د قطر سفیر ته ویلي، چې د ژمي په را رسېدو سره به د جبري راستنېدونکو کډوالو ستونزې زیاتې شي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د قطر سفیر سعید بن مبارک الخیرین ژمنه کړې چې هېواد به یې له کډوالو سره مرسته کوي.

د دغه قطري ډېپلوماټ په وينا؛ په دوحه کې د اسلامي هېوادونو په وروستۍ غونډه کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام خبرې وشوې.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د دغه هېواد ډېر اوسېدونکي د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل.

دواړو هېوادونو په تېرو میاشتو کې سلګونه زره کسان له هېواده ایستلي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي. د شمېرو له مخې؛ تر اوسه له ۴۵۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي او افغانستان ته استول شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مخکې اعلان کړی و، چې دغه ډله پلان لري چې د کډوالو موقتي کمپونه د استوګنې په سیمو بدل کړي.

د خلیل الرحمن حقاني په وینا؛ د ژمي په موسم کې یو شمېر ولایتونو ته د مهاجرینو انتقال ناشونی دی.

طالبانو له نړۍوالو موسسو، سوداګرو او پانګوالو هم غوښتي چې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو سره مالي مرستې وکړي.

د سرپناه نشتوالی او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو کمښت افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو یو له مهمو ستونزو څخه دي.

نور خبرونه

رادیو