‏طالبان: له پاکستانه د سپين بولدک له لارې ۱۱۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۱

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې په سپين بولدک کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ثبت او تثبیت کمېټې مسوولینو د یکشنبې په ورځ باختر خبري اژانس ته وویل، چي نن ۱۱۹ کورنۍ له دغه هېواده راستنې شوې، چې ټولټال شمېر یې ۵۶۱ تنو ته رسېږي.

د دوی په وینا:« ‏دغې کورنۍ د نغدي مرستې اخیستلو تر څنګ مرسته کوونکو ادارو ته هم ور وپېژندل شوې.»

له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ستنونه د نومبر له لومړۍ نېټې پیل شوه.

په همدې حال کې پاکستاني چارواکي وايي، د نومبر له پیله د ډسمبر تر یوولسمې نېټې یې ټولټال ۴ لکه ۳۴ زره ۸۴۲ تنه بې اسناده افغانان له پاکستانه اېستي دي.

نور خبرونه

رادیو