طالبان: له ایران او پاکستانه څه د پاسه ۲ زره افغان کډوال هیواد ته را ستانه شول

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت وايي، د یک شنبې په ورځ د (لیندې ۱۹مه) له ایران څخه ۱۶۹۰ تنه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت وايي، په یادو کډوالو کې یو شمېر یې د ایران حکومت له لوري په جبرې توګه او یو شمېر یې هم په خپله خوښه هیواد ته را ستانه شوي.

د طالبانو کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت دغه کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي خو دا یې نه دي ویلي چې له دغې مرستې وروسته له ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو سره نورې مرستې هم کوي که نه.

همدارنګه د کډوالو او را ستېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اونۍ د شنبې او یک شنبې په ورځو ۶۸۵ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه را اېستل شوي او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هیواد ته را ستانه شوي.

طالبان وايي، هغه کډوال چې له پاکستان او ایران هیوادونو څخه را ستنیږي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د اوسیدو لپاره ورته موقت پنډغالي جوړ کړي او هیواد ته راستانه شویو کډوالو ته په یادو پنډغالو کې د بهرنیو هیوادونو په مرسته د اوسیدو، خوړو، روغتیا او نور خدمتونه وړاندې کوي.

د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي، پلان لري چې د ۲۰۲۴ کال د لومړۍ میاشتې تر وروستۍ نیټې له پاکستانه تر یو میلیون ډیر هغه افغان کډوال له یاد هیواده وباسې چې په دغه هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

نور خبرونه

رادیو