طالبان: پاکستان د کډوالو په اړه په خپلو پخوانیو تړونونو عمل نه کوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۰

د طالبانو د کډوالو چارو مرستیال ویلي، پاکستان د کډوالو په اړه په خپلو پخوانیو تړونونو عمل نه کوي او باید د کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

عبدالرحمن راشد دغه موضوع په پاکستان او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له چارواکو سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ښاغلي راشید د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له استازي لئونارد زولو او په پاکستان کې د دغه سازمان له استازې فیلیپا کندلر د لیندۍ په ۲۰ مه په کابل کې سره وکتل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه لیدنه د راستنېدونکو له کمپونو څخه د لیدنې او د نغدي مرستو د څارنې په موخه شوې وه.

د دغې خبرپاڼې له مخې، فیلیپا کندلر ویلي: "موږ څو ځلې له پاکستاني چارواکو سره د اجباري اخراج، د شتمنیو د ضبطولو او د مهاجرینو د حقونو د خوندیتوب په اړه لیدلي، څو پاکستان د دغو سختیو مخه ونیسي."

په دې کتنه کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مرستيال هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو ايستل د نړيوالو قوانينو او ژمنو او د ښه ګاونډيتوب خلاف وبلل.

په دې وروستیو کې امریکايي استازو د مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه پاکستان ته سفر کړی او په اسلام اباد کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت د نړیوال سازمان له چارواکو غوښتي چې د زیانمنونکو او له خطر سره مخامخ مهاجرینو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې له پاکستان څخه د بې اسنادو کډوالو نیول او ایستل ادامه لري.

نور خبرونه

رادیو