د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: د افغان ښځو مبارزه یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د ټولو لپاره ده

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۰

د نړۍ په هر ګوټ کې داسې ښځې شته چې غواړي په خپله خوښه ژوند وکړي.

دغه دفتر وايي، په داسې حال کې چې اوس د نړۍ د خبرونو په لومړيو پاڼو کې نه دي، خو بیا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په اېکس ټولنیزه پانه لیکلي، چې افغان ښځې لا هم خپلې مبارزې او لاریونونو ته دوام ورکوي، ټولنه پیاوړې کوي او په دې لار کې درنه بیه پرې ورکوي.

دغه دفتر د افغان ښځو مبارزې ته د پاملرنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دوی له مقاومت څخه باید «نن، سبا او تل» ملاتړ وشي.

د ډسمبر لسمه (د لیندۍ ۱۹مه) د یونېسکو له خوا د «بشري حقونو نړیواله ورځ»ن ومول شوې ده.

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه ۶۵ کاله وړاندې په همدې ورځ په پاریس کې تصویب شوه.

نور خبرونه

رادیو