طالبان د کډوالو د مرستې په نوم په دشت برچي کې له هرې کورنۍ ۲۰۰۰ افغانۍ اخلي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۰

په دشت برچي کې سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته ویلي چې طالبان د کابل په لویدیځ کې د سیمې له اوسیدونکو کورنیو څخه په زور ۲۰۰۰ افغانۍ اخلي.

د دشت برچي د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، طالبان وايي، دغه پیسې له پاکستانه اېستل شویو کډوالو ته د مرستو په توګه ورکوي.

د کابل ښار د دیارلسمو او اتلسمو ناحیو اړوندو سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته ویلي چې، طالبانو د دې سیمې اوسېدونکو ته د «کډوالو لپاره د مرستې د فورمې» په نوم یوه پاڼه هم وېشلې ده.

دغو سرچینو ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالۍ د سیمې او جوماتونو وکیلانو ته امر کړی، چې خلک قانع کړي، څو دغه پیسې ورکړي.

دوی وايي، طالبانو خبرداری ورکړی چې که د دشت برچي اوسېدونکي دغه پیسې ورنکړي، پر وړاندې به یې له زور څخه کار واخلي.

تر دې وړاندې طالبانو د دې ډلې د مشر ملا هېبت الله اخندزاده په مشرۍ د یوې طرحې د تصویب خبر ورکړ چې، پر اساس یې په کابل او ولایتونو کې د کډوالو د دایمي اوسېدو لپاره ځمکې وېشل کېږي.

طالبانو له نړیوالو سازمانونو، سوداګرو او پانګوالو هم غوښتي چې له پاکستانه له راستنېدونکو کډوالو سره مالي مرستې وکړي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې له پاکستانه اېستل شویو کډوالو ته یې لس میلیونه ډالر ځانګړې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو