د تخار ولایت فرخار ولسوالۍ ته څېرمه د ۴.۳ درجې زلزله وشوه
نن دوشنبه د (لیندۍ ۲۰مه) سهار د فرخار په ختیځ ۴۳ کیلومترۍ کې یوه زلزله وشوه. د امریکا د ځمکپيژندنې ادارې دغه زلزله د رېښتر په کچه ۴.۳ ښودلې ده.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د افغانستان د تخار ولايت په فرخار کې زلزلې د تاجکستان، پاکستان او ازبکستان ځينې برخې هم لړزولې دي.
تر اوسه پورې د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.