ملګري ملتونه وايي د سرپناه د نشتون له امله به کډوال مړه شي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې که له پاکستانه راستانه شویو کډوالو ته د سرپناه مناسب ځایونه برابر نه شي، ښايي د ژمي د سختې یخنۍ له امله مړه شي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې، له پاکستانه راستانه شوي کډوال له ګواښ سره مخامخ دي.

د دغه سازمان په وینا، په دې کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له څو نسلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیدلي او اوسمهال په افغانستان کې کورونه او سرپناوې نه لري.

د راپورونو له مخې، اتیا سلنه ستنیدونکي کډوال ښځې او ماشومان دي چې ډیری یې د اغیزمنېدو له ګواښونو سره مخ دي.

د ژمي رسیدو د مرستندویه ادارو کاري شرایط له ستونزو سره مخامخ کړي او دغه ادارې په سختیو سره کډوالو ته رسیدنه کوي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمیرو له مخې، د اکټوبر له پیل راهیسې تراوسه لږ تر لږه ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي او یا هم په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

د اکټوبر په لومړیو کې د پاکستان هغه پریکړه چې له دغه هیواده د ۱.۷ میلیونو «ناقانونه» کډوالو د اېستلو په اړه وه، بیلابیل نړیوال غبرګونونه هم له ځانه سره درلودل.

سره له دې چې په ځلونو له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر د بندولو غوښتنې وشوې، خو پاکستان خپل دریځ بدل نکړ.

نور خبرونه

رادیو