د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د سراج الدین حقاني د پاکستاني پاسپورټ په اړه څېړنې کوو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د پاکستاني پاسپورټ په اړه پلټنې کوي او پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړي. تر دې مخکې دوو پاکستاني خبریالانو ویلي وو چې پاکستان په دې وروستیو کې د حقاني پاکستانی پاسپورټ باطل کړی.
د اعزاز سعید او عمر چیمه په وینا د ښاغلي حقاني پاکستانی پاسپورټ د لومړي ځل لپاره په قطر کې له امریکا سره د طالبانو د خبرو پر مهال کارول شوی و.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په پاکستان کې د استوګنې له اسنادو پرته د بهرنیو اتباعو د شړلو په اړه وویل: "موږ به لومړی په دې اړه پلټنې وکړو، له څېړنو وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک کړو."
سرفراز بګټي نور وضاحت ور نه کړ.
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د سراج الدین حقاني د "پاکستاني پاسپورټ" په اړه له څه ویلو ډډه کړې وه.
زهرا ممتاز بلوڅ وویل چې هغه د معلوماتو په خلا کې ده او دا مهال د دې مسلې ځواب نشي ویلی.
نوموړې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر د "پاکستاني پاسپورت" د باطل کېدو په اړه د راپورونو له رد یا تایید څخه ډډه وکړه.
د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۱۵ مه، دوو مشهورو پاکستاني ژورنالیستانو، اعزاز سعید او عمر چیمه څرګنده کړه، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له حقاني سره په همغږۍ د هغه پاکستانی پاسپورت باطل کړی دی.
د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت دوه پاکستاني چارواکي چې ویل کیږي د ښاغلي حقاني د پاسپورت په صادرولو کې یې لاس درلود نیولي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، چې افغان اتباعو ته له ۳۰ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې پاکستاني پاسپورټونه ورکړل شوي دي.
د دې ورځپاڼې په وینا دغه پاسپورټونه د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند صوبو کې ویشل شوي دي.
د راپورونو له مخې، پاکستان ټولو افغانانو ته صادر شوي پاسپورټونه باطل کړي دي.