له ۱۳ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۷

د ایران د خراسان رضوي سرحدي ځواکونو قوماندان ویلي، ۱۳ زره او ۲۰۴ تنه افغان کډوال له تایباد پولې افغانستان ته اېستل شوي دي.

بريد جنرال مجيد شجاع نن له خبريالانو سره په خبرو كې زياته كړه، چې دغه بې اسناده کډوال په تېره یوه اونۍ کې پیژندل شوي دي.

د ایرنا د راپور له مخې، هغه زياته کړه: دغه افغان کډوال د دوغارون، چې له اسلام کلا سره پر پوله پروت دی، سرحدي دروازو له لارې اېستل شوي او طالبانو ته سپارل شوي دي.

مجید شجاع ټینګار وکړ: هغه افغان کډوال چې په غیر قانوني توګه ایران ته د ننوتو اراده ولري او یا له اجازې پرته په هېواد حضور لري، نیول کیږي او له هېواده به شړل کیږي.

هغه ټینګار وکړ: هغه افغانان چې ایران ته د تلو اراده لري باید له رسمي او قانوني لارې داخل شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په روان میلادي کال کې له ایران څخه ۳۱۰ زره افغان کډوال هېواد ته په تدریجي ډول ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو