د طالبانو د کرنې وزیر وایي، کډوالو ته د ۲ لکه نمرو د ورکولو پلان لري

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۷

د طالبانو د کرنې وزير وایي، هغو افغان کډوالو ته یې چې سرپناه نه لري، د کورنو لپاره د نمرو د ورکولو طرحه جوړه کړې.

عطالله عمري وايي، د طالبانو مشرتابه دا طرحه منلې ده او له مخې به یې ډېر ژر کډوالو ته د دوه لکه کورونو لپاره د نمرو ويش پيل شي.

نوموړی چې د نورو ځايي طالب چارواکو سره تورخم ته د کډوالو د ستونزو د اورېدو لپاره تللی وايې، د افغانستان په بېلا- بيلو سيمو کې به د کورنو لپاره دا ۲ لکه نمرې ووېشل شي.

د طالبانو تر واک لاندي باختر خبري اژانس نن جمعه د کرنې د وزير يوه ويډيويې مرکه نشر کړې، چې په تورخم کې له پاکستانه د راغلو کډوالو سره ګوري.

عطاء الله عمري په دغه ویډیو کې وايي: «د هغو کورنيو شمېر، چې لس کسه غړي لري، لس بيسوې او چې د کورنۍ شمېر تر لس کسو زيات وي ۱۵ بيسوې ځمکه او مکمل اسناد ورکول کېږي».

د عمري په وينا، چې د کډوالو لپاره د ښارګوټو د جوړېدو ساختماني پلان د طالبانو د ښار جوړلو وزارت له لوري جوړ شوی، چې ژر به عملي شي.

هغه د دې نومرو د ورکولو دوخت او د جوړېدو په اړه یې نور جزيات ور نه کړل.

اوس مهال له پاکستانه، افغانستان ته تر ۴ لکه زيات کډوال ستانه شوي، چې لويه برخه یې په کمپونو کې تر خېمو لاندې د ژوند سخت حالت تېروي.

ستانه شوي کډوال د سرپناه د نه درلودلو ترڅنګ، د کار د نشتوالي او د اولادونو لپاره د زدکړو پر نه شتون ترڅنګ د ژوند د نورو ستونزو سره هم مخ دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د تېر اکتوبر په لومړیو کې پیل شوې او د دغه هیواد چارواکي وایي د راتلونکي کال تر لومړۍ میاشتې به څه باندې یو میلیون افغان کډوال له پاکستانه وباسي.

نور خبرونه

رادیو