له شپږم فارغه نجلۍ: د وزیر کېدو هیله مې له خاورو سره خاورې شوه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۷

د زینب علیزۍ په نوم د شپږم ټولګي یوه زدکوونکې وایي هیله یې لروده چې راتلونکې کې د معارف وزیره شي، او هغو نجونو او هلکانو ته د زدکړو زمینه برابره کړي چې له تعلیم محروم دي، خو اوس له شپږم تر فارغېدو وروسته پخپله له زدکړو محرومه شوه.

دغه ویډیو د زینب علیزۍ په نوم د یوې زدکوونکې له خوا د افغانې نجلۍ غږ او د ناامیدۍ احساس په نوم ثبت او خپره شوې چې د شپږم ټولګي وروستۍ ازمونیه یې ورکړې او تر دې وروسته د نجونو پر تعلیم د طالبانو د بندیز له امله ښوونځي ته نشي تللی.‌

زینب وايي پلان یې درلود چې د لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا تر کچې زدکړې وکړي او بیا د افغانستان د معارف وزیره شي.

هغه وايي: “ما غوښتل چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې هغو افغان خویندو او وروڼو ته چې له تحصیل څخه محروم دي، کتاب او کتابچه ور ورسوم او د زدکړو زمینه ورته برابره کړم.”

زینب زیاتوي: “خو په خواشینۍ سره زه خپله له زدکړو محرومه شوم.”

نوموړې له افغان او د نړۍ له نورو ” خیرخواه“ مشرانو غواړي چې د افغان نجونو د مکتبونو د خلاصولو لپاره لا ډیرې هڅې وکړي.

زینب وايي، د شپږم ټولګي وروستۍ ازموینې ورکولو وروسته یې د ښوونځي له استادانو او ټولګیوالو سره په خورا ناامیدۍ او ژړا مخه ښه کړې.

دغه ویډیو په خواله رسنیو کې د ځینو افغانانو غبرګونونه راپارولي دي.

د صهیب صاحبدل په نوم د اکس خواله رسنۍ یو کارن د دغې ویډیو په غبرګون کې لیکلي: ”بغیر له اوښکو تویولو ستا لپاره بل هیڅ کار نشم کولای.”

د سحر شریفی په نوم یوې بلې کارنې لیکلي چې دغې ویډیو یې زړه ورمات کړی. هغې ویلي چې د نجونو د تعلیم مخنیوی به د افغانستان راتلونکې سخته زیانمنه کړي.‌

نیلوفر ایوبي، د خواله رسنیو یوې بلې کارونکې لیکي چې د افغان نجونې د تعلیم کولو په برخه کې تل له بې شمیره خنډونو سره مخامخ شوې، خو هیڅکله یې د تعلیم سره د دوی لیوالتیا نه ده کمه کړې.

ذهیر بارکزی بیا لیکي چې، افغان نجونی له نړیوالې ټولنې مرسته غواړي،‌ ځکه چې دوی له طالبانو مرسته نشي غوښتلی. هغه لیکلي چې هیله لري چې د بشري حقونو فعالان د افغان نجونو غږ نړیوالو ته ورسوي.

له تیرو ۸۰۷ ورځو یا څه باندې دوو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي وروسته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی او هغوی ته د پوهنتونو د تګ او په نړیوالو ادارو کې د کار اجازه نه ورکول کیږي.‌

طالبانو په پیل کې دغه بندیز موقتي ښودلی وو، خو د نړیوالو،‌ کورنیو مشرانو او ځینو طالب چارواکو له انتقادونو سره سره، لا هم دا بندیز شته.

د نجونو او ښځو پر زدکړو او کار د بندیز له امله له افغانستان سره ډیرې نړیوالې مرستې هم محدودې شوې دي، خو د طالبانو په درېځ کې کوم بدلو ندی راغلی

نور خبرونه

رادیو