امریکا وايي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ جاري ساتي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۵

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وګړو، کډوالۍ او مهاجرت د برخې مرستیال پاکستان ته په خپل سفر کې ویلي، چې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو هڅې به جاري ساتي.

له پاکستاني چارواکو سره د جولیت والس نویز دوه ورځینۍ خبرې افغان کډوالو ته پر خوندي او ګټوره استوګنه متمرکزې وې.

د سما نیوز د راپور له مخې؛ نوموړي له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې له خطر سره مخ او پنا غوښتونکو افغان کډوالو پر ملاتړ او خوندیتوب ټینګار کړی دی.

د دغه امریکايي چارواکي دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې په تېر اکټوبر کې له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د لړۍ پیلېدو سره په دغه هېواد امریکا ته تلونکي افغان کډوال هم نیول کېږي.

امریکا په پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته د ټلیفون او وټسپ شمېره هم فعاله کړې، چې متحده ایالتونو ته د تللو دوسیه لري.

خو له دې سره په تېرو ورځو کې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته داسې ویډیوګانې رسېدلې دي، چې پکې اسلام اباد کې پولیس غرب ته تلونکي کډوال نیسي او تاڼو (د پولیسو حوزه) ته یې بیايي.

نور خبرونه

رادیو