د خوړو نړېوال پروګرام: له پاکستانه اېستل شوي افغان کډوال له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې دننه د شپږ میلیونو بې ځایه شویو سره، له پاکستانه تازه اېستل شوي کډوال له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي. دغه سازمان زیاته کړې چې افغان کډوال «د ورتلو لپاره هیڅ ځای نه لري او نه پوهیږي چې څنګه په ژمي کې ژوندي پاتې شي.»

د پاکستان موقت حکومت د تلې میاشتې په ۱۱مه نېټه اعلان وکړ چې بې اسناده کډوال دې د لړم میاشتې تر ۱۰مې نېټې له دغه هېواده ووځي، که نه نو دوی به ونیول شي او له پاکسانه به په زور و اېستل شي.

له ټاکل شوې مودې وروسته پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ پیل کړې.

د ژمي په درشل کې د افغان کډوالو اېستلو د پناه غوښتونکو د ملاتړو سازمانونو اندېښنې راپارولې دي.

که څه هم د پاکستان سرپرست حکومت دغه پرېکړه له پراخو نړیوالو نیوکو سره هم مخ شوې، خو دغه هېواد لا هم هوډ لري چې د اوسېدو له اسنادو پرته د افغان کډوالو د شړلو پلان پلی کړي.