پاکستان هغو افغانانو ته چې میړونه یا مېرمنې یې پاکستانیان دي پېژندپاڼي ورکوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۵

په پاکستان کې افغانانو ته د ويزو ورکولو له سختو محدوديتونو وروسته د پېښور سترې محکمې امر کړی، چې د پاکستاني اتباعو افغان مېړونو او مېرمنو ته دې پېژند پاڼې ورکړل شي.

دا پیژندپاڼې پاکستان ته د ویزې پرته د ورتګ او نا محدوده پاتې کېدو فرصت چمتو کوي.

د پېښور ستري محکمې د (پي او سي) د قواعدو د اسانه کولو لپاره د پاکستاني اتباعو د افغان مېرمنو لپاره د ۱۰۹ درخواستونو د ترلاسه کولو وروسته د سې شنبې په ورځ (د ليندۍ په ۱۴ مه) پرېکړه وکړه، چې د هېواد د نفوسو د ثبت قانون له مخې د پاکستان اصلي کارت ترلاسه کولو لپاره پاسپورټ او وېزې ته اړتیا نه شته.

تر دې مخکې د پاکستانۍ مېرمنو افغان مېړونو ته د پېژندپاڼې د تر لاسه کولو لپاره وېزه حتمي وه.

محکمې دغه حکم په ۳۳ مخونو کې په تفصیلي ډول صادر کړی او لیکلي یې دي: «دا ټولي غوښتنې تر یوې اندازې قانوني دي؛ يعنې که له يوې جوړې څخه يوه يې پاکستانۍ وي او بله يې بهرنۍ، د پاسپورټ په لرلو سره د پاکستان ويزه حتمي نه ده.»

محکمه په دې باور ده، چې یو افغان کډوال لپاره چې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، خپله کورنۍ يې جوړه کړې او په دې ټولنه کې مدغم شوی، د پاسپورټ او ويزي جبري کول «سخت، خپلسري او غیر معقول» عمل دی.

همداراز د پیښور سترې محکمې اعلان وکړ، چې د نفوسو د احوال د ثبت اداره په بشپړ ډول ددې صلاحيت لري، چې د غوښتنلیک ورکوونکو څخه نور اسناد او توضیحات وغواړي او له هغه وروسته دې پر شرایطو برابر افغانانو ته پاکستاني پېژندپانې ورکړل شي.

دغې محکمې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې مشر ته هدایت کړی، چې دغه نوې پرېکړه دې د نوم لیکنو ټولو څانګو ته اعلان کړي.

نور خبرونه

رادیو