د م.م کارپوهان: پاکستان باید د افغان کډوالو او ترهګرۍ ترمنځ بې اسناده اړیکه رامنځته نه کړي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۵

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو له ایستلو سره دوی د بشري حقونو د سرغړونو له جدي خطر سره مخامخ کوي.

دوی په یوه بیان کې لیکلي، چې پاکستان باید د افغان کډوالو او د ترهګرۍ خطر تر منځ بې اسناده اړیکه رامنځته نه کړي.

دوی د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۵مه) یوه ګډه اعلامیې کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخ سیستماتیکې سرغړونې او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض د بڼې له امله د افغانانو ډله ییز ایستل به د کډوالو ښځو او نجونو پر ژوند ناوړه اغېز وکړي.

دغو کارپوهانو د افغان اتباعو د نیولو او ایستلو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې پاکستان باید د هغو افغانانو د شتون او د ترهګرۍ د خطرونو ترمنځ چې په پاکستان کې یې پناه اخیستې ده، بې اسناده اړیکې جوړې نه کړي.

دوی ټینګار کوي، چې پاکستان اړ دی د « جبري نه ستنولو» اصول او د پناه غوښتنې حق ته د لاسرسي په ګډون د نړۍوالو قوانینو سره سم د کډوالۍ پالیسي تنظیم کړي او د اسنادو په پام کې نیولو پرته د افغان کډوالو ملاتړ وکړي.

د بشري حقونو دغو کارپوهانو په خپله اعلامیه کې دا هم لیکلي، چې پاکستان افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدو په صورت کې د هغو زیانونو او خطرونو د مخنیوي لپاره کوم میکانیزم په پام کې نه دی نیولی، چې افغانان ورسره مخامخ کېدی شي.

دوی اندېښنه څرګنده کړې، چې کډوالې ښځې او نجونې د جبري راستنېدو او بې ځایه کېدو پر مهال د قاچاق له خطر سره مخ دي.

دې ډلې دا یادونه هم کړې، چې مذهبي او توکمیز اقلیتونه هم د ځورونې له خطر سره مخ دي؛ په ځانګړې توګه د جبري راستنېدو پرمهال.

د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «افغانستان ته لېږل شوې ښځې او نجونې له وخت څخه مخکې او جبري ودونو، انساني قاچاق، د زده کړو او کار، د ازادۍ او قانوني خوندیتوب له حقونو څخه د محرومیت له خطر سره مخ دي».

دوی همدا راز پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې په نورو کوربه هېوادونو کې د دوی د ځای پر ځای کېدو او له خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو د فرصتونو په زیاتولو سره دې د دوی ملاتړ وکړي.

نور خبرونه

رادیو