د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، په ۱۶ ولایتونو کې پر کډوالو بندیز نوې خبره نه ده

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۵

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، د دغه هېواد په ځینې سیمو کې باید بهرني وګړي ونه اوسي او په ۱۶ ولایتونو پر افغان کډوالو بندیز اوسنۍ خبره نه ده.

احمد وحیدي زیاتوي، له پخوا راهیسې په ایران کې ځینې داسې سیمې مشخصې شوې چې باید کډوال پکې استوګنه یا کاروبار ونه کړي.

نوموړي له ایسنا سره په خبرو کې ویلي، په ۱۶ ولایتونو کې د کډوالو بندیز هم د همدې موضوع اړوند ده او نوې پېښه باید ونه بلل شي.

د نوموړي دا خبرې د ایران د کرمان شاه د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو مشر حمزه سلیماني تر څرګندونو دوه ورځې وروسته دي.

ښاغلي سلیماني د کرمان شاه په ګډون د دغه هیواد ۱۶ ولایتونو ته د افغان کډوالو پر ننوتلو بندیز اعلان کړ.

هغه رسنیو ته ویلي چې، د روان کال له پیل راهیسې څو ځله له کرمان شاه افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته شړل شوي دي.

ښاغلي سلیماني همدا راز زیاته کړه چې د دې بهیر په ترڅ کې یې زیات شمېر افغان کارګران او همدارنګه هغه کسان چې دوی یې په کار ګومارلي، نیولي دي.

ښاغلي سلیماني له خپلو خلکو وغوښتل چې که افغان کډوال په کروندو، بڼونو، ساختماني ورکشاپونو او داسې نورو ځایونو کې په کار کولو ګوري نو له پولیسو او ښاروالۍ سره اړیکه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو اونیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو په زور اېستل زیات شوی او هره ورځ زرګونه کډوال بېرته هېواد ته ستنېږي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د ايران او پاکستان په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ کچه لوړه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو