ټام ویسټ: منځني ختيځ او پاکستان ته يې د ګډو امنيتي او کډوالۍ مسایلو په برخه کې سفر پیل کړی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۵

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د روانې ډسمبر مياشتې له پنځم تر ۱۵ پورې په پاکستان او منځي ختیځ کې د امنیتي، اقتصادي او کډوالۍ مسایلو او بشري حقونو په برخه کې د ده په ټکو له خپلو شریکانو سره خبرې کوي.

هغه وايي په دغه سفر کې به قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او پاکستان ته ځي او هلته به له اړوند چارواکو سره پر مسایلو خبرې کوي.
په امنیتي برخه کې دغه استازي کومې ځانګړې موضوع ته اشاره نه ده کړې خو په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت او په کابل کې د طالبانو تر منځ په یو لړ امنيتي ادعاوو او د رامنځته شوې ترېنګلتیا په اړه به د دوی خبرې راټولې وي.
ټام ويسټ وايي په خپل دغه سفر کې به د نورو موضوع ګانو تر څنګ په درېیمو هیوادونو کې د هغو افغان کډوالو د ستونزو په اړه له کوربه هيواد سره خبرې وکړي چې امریکا ته د تګ په موخه هلته مېشت دي.
که څه هم د کډوالو د ستونزو په برخه کې دغه استازي د کوم هیواد نوم نه دی اخیستی خو کیدای شي هدف يې پاکستان وي چې په دې وروستیو کې یې د افغان کډوالو او پناه اخیستونکو په زور اېستلو بهیر چټک کړی دی.
د روان میلادي کال د نومبر له لومړۍ نيټې راهیسې د پاکستان حکومت د بې اسناده افغان کډوالو او پناه اخیستونکو په زور اېستلو لړۍ پیل کړې او په دغه موده کې څه باندې څلور لکه افغان کډوال له دغه هیواده په زور شړلي دي.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي د کډوالو خونديتوب او بیا مېشتېتدنې یادونه کړې خو دا یې نه دي ويلي چې هدف يې د کډوالو چیرته مېشتېدل دي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ډیری هغه افغانان چې له کابله په امریکايي الووتکو کې اېستل کيدل ډیره برخه یې د قطر په پلازمېنه دوحه او د متحده عربي اماراتو په اوبو ظبۍ کې مېشتېدل.
څه باندې دوه کاله کيږي چې طالبان په کابل کې واک ته رسېدلي او هغه افغانان چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال يې په افغانستان کې له بهرنیانو او یا د حکومت ادارو په چوکاټ کې کار کاوه، نور يې هلته ځانونه خوندي نه ګڼل چې يوه برخه یې بهرنیو هیوادونو ته کډوال شول او يوه لويه برخه يې د افغانستان په ګاونډیو هيوادونو کې بهر ته د تلو په موخه په تمه دي.

نور خبرونه

رادیو