طالبان غواړي د کډوالو موقتي کمپونه په دایمي استوګنځایونو بدل کړي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۴

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی پلان لري د کډوالو موقتي کمپونه د استوګنې په دایمي سیمو بدلې کړي.

د خلیل الرحمن حقاني په وینا؛ د ژمي په موسم کې یو شمېر ولایتونو ته د کډوالو لېږل ناممکن دی.

دغه طالب چارواکی هغو مهاجرو ته اشاره کوي، چې په دې وروستيو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه په ځانګړې توګه له پاکستانه ايستل شوي او يو شمېر موقتي کمپونو ته تللي دي.

له دې وړاندې هم داسې نيوکي شوې وې، چې طالبان خپلو قومي مسايلو ته په کتو غواړي دا کډوال په کابل او شمالي ولايتونو کې ځای پر ځای کړي؛ خو طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړې وې.

پر همدې مهال د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د ليندۍ ۱۴) د حقاني په حواله راپور ورکړی، چې د کډوالو کمپونه د استوګنې په سیمو د بدلولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ده.

وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د دغه هېواد ډېری اوسېدونکي د ايران او پاکستان په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته ولاړل.

دواړو هېوادونو په تېرو میاشتو کې سلګونه زره کسان له هېواده ایستلي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.

باختراژانس خبر ورکړی، چې په کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافير د طالبانو د کډوالو د چارو له وزير سره په کتنه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو ايستل ((ښکاره ظلم)) وباله.

نور خبرونه

رادیو