له پاکستانه ۴۱۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۴

د پاکستان دولتي راډیو د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي، چې د روان کال د اګسټ میاشتې راهیسې افغانستان ته څلور لکه، ۱۰ زره او ۱۵۶ افغان بې اسناده کډوال ستانه شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، چې دغو کډوالو ته په بېلابېلو ولسواليو کې موقتي کمپونه جوړ شوي، چې پکې ورته ټولې لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي.

خو افغان کډوال بیا وایي؛ دوه او درې شپې پرې په هغو کمپونو او انتظار ځایونو کې تېرېږي، چې پاکستاني چارواکو په پېښور او لنډي کوتل کې د دوی له پاره جوړ کړي دي.

د دوی په وینا دې کمپونو کې د پاکو اوبو، ډوډۍ او د سفر د چمتو والي په موخه لومړني وسایل نه شته او ورته ورتلونکي کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې؛ پرون ۲۴۷۶ کډوال افغانستان ته د تورخم او چمن له لارې بېرته ستانه شوي دي.
پاکستاني چارواکو وار د مخه ویلي وو، چې دوی به په لومړی پړاو کې د یو مېلیون کډوالو څخه زیات بېرته افغانستان ته ستنوي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او ستېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې، د (لېندۍ ۱۳مه) له دوه زرو څخه ډېر افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي.

دغه وزارت وايي؛ ۴۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۲۳ تنو ته رسېږي چې یو شمېر یې په خپله خوښه او یو شمېر یې په زور د ایران له لوري تېره ورځ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
پر همدغه مهال دغه وزارت وايي، تېره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارې هم ۱۳۷۴ تنه کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي.
له پاکستانه ستانه شوي ټول کډوال د دغه هېواد له لوري په زور اېستل شوي.

په ورته وخت کې د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بکټي او د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډ مهالی وزیر جان اڅکزي ویلي: «د اندېښنې وړ ده چې طالبان مو غوښتنې نه مني.»

د پاکستان لنډمهالي حکومت دغو دوو وزیرانو د یوې ټلویزیوني مرکې پر مهال ویلي، «طالبان دې افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي؛ خو موږ ته دې هغه پاکستانیان را وسپاري چې په افغانستان کې اوسیږي.»

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بکټي د پاکستان دولتي تلویزیون سره په یوه مرکه کې افغان کډوالو ته په اشاره ویلي: «هغه کسان چې بې اسنادو پاکستان ته راځي په زور به له دغه هېواده اېستل کیږي.»

بګټي وړاندې وويل: «طالبان دې په افغانستان کې میشت پاکستاني وګړي پاکستان ته وسپاري.»

نور خبرونه

رادیو