له پاکستان او ایرانه د کډوالو د ستنېدو دوام؛ تېره ورځ تر ۳۰۰۰ډېر کډوال هېواد ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۴

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه کډوال پرون د سپین بولدک، تورخم او اسلام کلا له لارو هېواد ته ستانه شوي.
د طالبانو د کډوالو او ستېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې، د (لېندۍ ۱۳مه) له دوه زرو څخه ډېر افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي.

دغه وزارت وايي، ۴۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۲۳ تنو ته رسېږي چې یو شمېر یې په خپله خوښه او یو شمېر یې په زور د ایران له لوري تېره ورځ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
پر همدغه مهال دغه وزارت وايي، تېره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارې هم ۱۳۷۴ تنه کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي.
له پاکستانه ستانه شوي ټول کډوال د دغه هېواد له لوري په زور اېستل شوي.
د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ګاونډیو هېوادونو ستانه شوي ټول کډوال په لنډمهاله پنډ غالو کې ځای پر ځای کوي او د مرستندویه ادارو له لوري ورسره لومړنۍ مرستې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې تېره ورځ د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه ظالمانه ده او اروپايي ټولنه د افغان کډوالو څخه د ملاتړ ژمنه کوي.

نور خبرونه

رادیو