د ترکیې پولیسو په تېره میاشت کې ۲۵۰ افغان کډوال د چاناک کلا په ښار کې نیولي دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۳

د ترکیې پولیسو اعلان کړی، چې په تېره میاشت کې یې ۲۵۰ افغان کډوال د چاناک کلا په ښار کې نیولي او توقیف ځایونو ته يې ليږلي دي.

د دغه هېواد پولیس وايي؛ د هغو ۲۱۴ افغان کډوالو سره هم مخ شوي او هغه يې نيولي دي، چې هڅه یې کوله په ناقانونه توګه د یونان لسبوس ټاپو ته واوړي.

د ترکيې د رسنيو د راپورونو له مخې؛ د دغه هېواد پوليسو د چاناک کلا ښار په سرحدي دروازو کې لس کسه د انساني قاچاق د تنظيمونکې (قاچاقبرۍ) په تور نيولي دي.

د ترکیې پولیسو ویلي، چې ددې سره ترڅنګ ۱۴ موټرونه، ۳۷د ژغورنې جاکټونه، ۳۳ټوپونه او شاوخوا ۸۳ زره لېرې هم نیول شوي دي.

له بلې خوا د دوشنبې په ورځ د (ليندۍ ۱۳ مه) د اغري ولایت پولیسو د دوغو بایزید په سیمه کې په یوه بار وړونکې لارۍ کې د ۲۴ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړ.

په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې د دغه هېواد پولیسو درې تنه افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه درلودل، د اسکې په ښار کې نیولي، چې هغوی يې۴۳ زره او ۲۳۰ لېرې(۱۴۰۰ امریکايي ډالر) جریمه کړي دي.

ترکیه اروپا ته د افغان کډوالو د تګ یوه له مهمو لارو څخه ده.

په دې وروستیو میاشتو کې په ترکیه کې د افغان کډوالو نيول او له دې هېواده ايستل زیات شوي دي.

نور خبرونه

رادیو