ايراني رسنۍ: په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره افغان کډوال له ایرانه اېستل شوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۳

د ایران رسنۍ د خراسان سرحدي قوماندان له قوله وايي، په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره بې اسناده افغانان، يې افغانستان ته استولي دي.

ویل کیږي دا هغه کډوال و چې په ايران کې د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته اوسېدل.

د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم د دغه هیواد د خراسان ولایت سرحدي قوماندان له قوله لیکلي دي چې، په ایران کې د اوسیدو لپاره د قانوني اسنادو نه لرونکي ۱۶ زره افغان کډوال یې د تایبا سرحد څخه افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ایران خراسان ولایت سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «په ایران کې د بهرنیو هیوادونو د بې اسناده اتباعو سره د چلند په موخه په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره بې اسناده افغانان پیژندل شوي او د تایبا بندر له لارې مو بېرته خپل هیواد ته ستانه کړي دي»

نوموړی زیاتوي یاد افغان کډوال یې د خراسان سرحدي ځواکونو له لوري د افغانستان استازو ته سپارلي دي.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ۳۲۸ زره افغان کډوال چې د اوسېدو له اسنادو پرته په دغه هیواد کې اوسېدل بیرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو