ایراني چارواکي وايي، په یزد کې د هېڅ افغان کډوال کور نه دی سوځول شوی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۳

د يزد مرستيال والي علي اکبر عزيزي په دې ښار کې د افغان کډوالو د کورونو د سوځولو خبره رد کړه او ويې ويل؛ چې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي انځورونه د بهرنيو اتباعو د کورونو له سوځولو سره هېڅ تړاو نه لري.

هغه وویل، چې دا عکسونه د کثافاتو د سوځولو اړوند دي.

د یزد د والي سیاسي او امنیتي مرستیال د دوشنبې په ورځ (د ليندۍ ۱۳مه) په یوه خبري غونډه کې دغه موضوع مطرح کړه.

تر دې مخکې سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د یوه ۱۷ کلن ایراني ځوان له وژل کېدو وروسته قهرجنو خلکو د افغانانو کورونه سوځولي دي.

د ټولنیزو رسنيو په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي، چې یوه ډله خلک د کډوالو پر کورونو برید کوي.

تر دې مخکې د ایران ګډو ټولنو هم د افغان کډوالو پر کورونو برید یو غیر انساني عمل بللی و.

نور خبرونه

رادیو