ملګري ملتونه: افغانستان د تل لپاره په بېړني حالت کې دی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۳

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، افغانستان د تل لپاره بېړني حالت کې دی او دا ځکه چې د طالبانو نظام بشري حقونو ته د نه درناوي له امله د نړۍوالې ټولنې له خوا څڼډې ته شوې، چې د هېواد پر وضعیت یې خورا بد اغېز کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازی لیونارد زولو وايي؛ دغه هېواد د تل لپاره بېړني حالت کې دی او دغه وضعیت لا پسې ځکه خراب شوی، چې پر هېواد حاکم د طالبانو نظام، بشري حقونو د نه درناوي له امله د نړۍوالې ټولنې له خوا څڼډې ته شوې دی.‌

هغه واک ته د طالبانو رسېدو ته په اشارې ویلي: "هغه بېړنی حالت چې موږ د ۲۰۲۱ په اګسټ کې درلود، له منځه نه دی تللی او په د همدې په خاطر وایم چې دغه هېواد د تل لپاره په بېړني حالت کې دی".

زولو او د هغه دفتر د افغانستان په پلازمینه کابل کې دی؛ خو هغه بروسلز ته په خپل سفر کې د دوشنبې په ورځ د اروپايي چارواکو سره په لیدنه کې په هغو ستونزو خبرې وکړې، چې اوسمهال په افغانستان کې مېشتې مرستندویه ادارې ورسره لاس او ګریوان دي.‌

هغه وویل؛ تېر کال شاوخوا شپږ میلیونه کسان د "قحطۍ" له ګواښ سره مخامخ وو. په دې سربیره ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. په همدې کال کې د یو لړ زلزلو او سیلابونو له امله کلي ویجاړ شوي او ډېر شمېر خلک بې ځایه شوي دي.‌

د نوموړي‌ په وینا؛ د نومبر میاشتې راهیسې په هېواد کې مېشتې مرستندویه ادارې باید له پاکستانه د راستنو شویو نېږدې نیم میلیون افغان کډوالو سره هم مرسته وکړي.‌

پاکستان اوسمهال د شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو کوربه توب کوي، چې ډېری یې پر افغانستان د شوروي اتحاد له تېري وروسته دغه هېواد ته تښتیدلي وو او یو شمېر یې د ۲۰۲۱ کال پر اګست میاشت کې په دغه هېواد د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته پاکستان ته پناه یوړه.

پاکستان ځینې هغه افغانان هم له خپلې خاورې ایستلي دي، چې دوی هېڅ کله په افغانستان کې ژوند نه دی کړي.‌

د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په وینا؛ له پاکستانه راستانه شوي افغانان مجبوره دي‌، چې له سخت ژمي د رارسېدو سره سم بېرته په خپل هېواد کې دېره شي.

د هغه په خبره؛ له پاکستانه د افغان کډوالو د رایستلو د لړۍ له پیل راهیسې ان د ورځې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ هم افغانستان ته راستنې شوې دي،‌ دغه شمېره تر دې وړاندې د ورځې درې سوه کسانو ته رسېده.‌

نور خبرونه

رادیو