ځايي سرچینې: په هرات ولایت کې یو روغتیايي انسټیټیوټ د طالبانو له خوا وتړل شو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۲

طالبانو د ښځو پر وړاندې د بندیزونو پر دوام دا ځل په هرات ولایت کې یو روغتیايي انسټیټیوټ له دې امله تړلی چې نجونو او هلکانو پکې یو ځای زده کړې کولې او اسلامي حجاب پکې نه مراعت کیده.

په هرات کې یوې سرچینې ویلي چې طالبانو ښځینه زده کړیانو ته اجازه ورنه کړه چې انسټیټیوټ ته ننوځي.

سرچینې زیاته کړې چې طالبانو د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۱مه) د فردوسي روغتیايي علومو انسټیټیوټ دروازه د نجونو پرمخ وتړله.

د فردوسي روغتيايي علومو انسټیټیوټ چې يوه علمي او ښوونيزه موسسه ده، په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د خصوصي روغتيايي علومو انسټیټیوټونو د قانون او مقرراتو پر بنسټ په هرات ښار کې جوړه شوه او په دې انسټیټیوټ کې نږدې شل نجونې د قابله ګۍ او نرسنګ برخو کې پر زده کړو بوختې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات حوزوي روغتون د ښځینه ډاکټرانو له جدي کمښت سره مخ دی.

څه موده مخکې هم طالبانو په هرات ولایت کې د ښځو او نجونو پروړاندې روزنیز مرکزونه بند کړي وو.

نور خبرونه

رادیو