سراج الدین حقاني: د ګاونډيانو کورني مسایل باید افغان کډوالو ته د ستونزو جوړېدو لامل نه شي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۲

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د طالبانو کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې له بهرنیو هیوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

حقاني ویلي چې ګاونډیان دې خپل مسایل حل کړي او افغانانو ته دې ستونزې نه جوړوي.

د طالبانو د کورنیو چ‍ارو وزارت د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۲مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي، د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د دغې ډلې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي.

د یادې لیدنې په اړه د طالبانو کورنیو چارو وزارت د سراج الدین حقاني له قوله لیکلي، چې طالبانو ته د افغانستان د امن او ثبات په څېر نړیواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او د افغانستان ګاونډويانو کورني مسایل باید افغان کډوالو ته د ستونزو رامنځته کیدو لامل نه شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په دغه لیدنه کې د نشه يي توکو سره د مبارزې او د بهرنیو هیوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو په اړه خبرې کړې.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا له قوله لیکلي، چې طالبانو له رامنځته شویو پیښو سره بریالۍ مبارزه کړې او افغانستان د ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزې، او د طالبانو له لوري د کډوالو مدریت بهیر نړیواله ټولنه له نږدې څاري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د طالبانو کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په داسې حال کې یاده لیدنه کوي چې له تېرې یوې میاشتي راهیسې له پاکستان او ایران څخه سلګونه زره افغان کډوال په زور را ایستل شوي او دغه لړۍ لا روانه ده.

نور خبرونه

رادیو