د چمن پرلت وهونکي: سیاسي ګوندونه دې زموږ د پرلت په ملاتړ غږ پورته کړي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۲

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبرې کېدو په غبرګون پرلت چې د ۴۴ ورځو راهیسې دوام لري د حکومت له لوري یې تر اوسه غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

پرلتوال له سیاسي ګوندونو غواړي چې له ژمنې سره سم دې د دوی ملاتړ ته را ودانګي.

د سوېلې پښتونخوا چمن په ښار کې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه د جبرې کیدو په غبرګون له تېرو ۴۴ ورځو راهیسې په دوامداره توګه پرلت دوام لري.

په دغه پرلت کې نن د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۲مه ) هم زرګونه کسان ناست دي او پر دغه دروازه د پاسپورټ او ویزې نه منلو په اړه شعارونه ورکوي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله د پاکستان له سیاسي ګوندونو څخه غوښتنه کوي چې د یاد پرلت په ملاتړ د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې پرلتونه ووهي.

نوموړی وايي: «پرلت ته د سیاسي ګوندونو ډير مشران راغلل او دلته یې زموږ سره ژمني وکړي خو تر اوسه یې خپلي ژمني نه دي پوره کړې. که سیاسي ګوندونه په رشتیا زموږ ملاتړ کوي او زموږ غم ورسره وي نو د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې دې پرلتونه ووهي او پر حکومت دې فشار راوړي چې خپل پرېکړه بدله کړي.»

د چمن په پرلت کې د پاکستان د سنا غړي مشتاق احمد هم ګډون کړی دی.

نوموړی یواځینی سناتور دی چې د پاکستان په سنا کې یې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون د چمن د پرلت غږ پورته کړی.

ښاغلی مشتاق احمد د پاکستان په مرکزي او ایالتي حکومت نیوکې کوي او وايي، د پاکستان حکومت د پرلت وهونکو سره غېرې انساني چلند کوي.

نوموړی وايي: «هغه کسان چې دلته سوداګري او کاروبار بندوي دا ترهګري ده. موږ په هیڅ صورت اجازه نه ورکوو چې دلته کاروبار او سوداګري بنده شي، موږ په هیڅ صورت اجازه نه ورکوو چې د یوه پښتانه کورنۍ دوه ځایه شي. د پرلت غوښتنې پر حق دي د پاکستان لنډمهاله حکومت دا صلاحیت نه لري چې د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه وکړي.»

د چمن پرلت کې د ګڼو سیاسي ګوندونو غړو ګډون وکړ خو تر دې مهاله یې د پاکستان په کوم بل ښار کې د چمن د پرلت په ملاتړ پرلت نه دی وهلی.

نور خبرونه

رادیو