ایراني چارواکي: افغان کډوال د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د اوسېدو حق نه لري

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۲

د ایران د کرمان شاه د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو مشر حمزه سلیماني د کرمان شاه په ګډون د دغه هیواد ۱۶ ولایتونو ته د افغان کډوالو د ننوتلو بندیز اعلان کړ.

هغه رسنیو ته ویلي چې، د روان کال له پیل راهیسې څو ځله له کرمان شاه څخه افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته شړل شوي دي.

ښاغلي سلیماني همدا راز زیاته کړه چې د دې بهیر په ترڅ کې یې زیات شمېر افغان کارګران او همدارنګه هغه کسان چې دوی یې په کار ګومارلي، نیولي دي.

په هغو ولایتونو کې چې د افغانانو په اوسېدو بشپړ بندیز لګیدلی، ختیځ آذربایجان، لویدیځ آذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمان شاه، ایلام، لرستان، چهارمحال او بختیاري، کهګیلویه او بویر احمد، ګیلان، مازندران، سیستان او بلوچستان، هرمزګان او هرمزګان شامل دي.

همدارنګه هغه ولایتونه چې په ځینو برخو کې یې د افغانانو پر اوسېدو بندیز دی اصفهان، بوشهر، سویلي خراسان، رضوي خراسان، خوزستان، سمنان، فارس، قزوین، کرمان، ګلستان، مرکزي او یزد شامل دي.

ښاغلي سلیماني زیاته کړه چې له کرمان شاه څخه د افغان کډوالو د پېژندنې، نیولو او شړلو لړۍ دوام لري او د دغه ولایت له پولیسو یې وغوښتل چې په جدي توګه خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي سلیماني همداراز له خپلو خلکو وغوښتل چې که افغان کډوال په کروندو، بڼونو، ساختماني ورکشاپونو او داسې نورو ځایونو کې په کار کولو ګوري نو له پولیسو او ښاروالۍ سره اړیکه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو اونیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو په زور اېستل زیات شوی او هره ورځ زرګونه کډوال بېرته هېواد ته ستنېږي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د ايران او پاکستان په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ کچه لوړه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو