د ایران د فرهنګيانو همغږۍ شورا د افغان کډوالو پر کورونو بريد ناانساني چاره وبلله

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۲

د ایران د فرهنګي ډلو د همغږۍ شورا په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د کورنو سوځول یو ناانساني برید بللی دی. دغي شورا د ټولو بهرنيو اتباعو لپاره د انساني ژوند او حق د برابرېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران د فرهنګي ټولنو د همږغۍ شورا د یکشنبې په ورځ ه خپل ټیليګرام چینل کې په يوه خبرپاڼه ليکې دي، د توکم پالنې اور چې د هیواد دننه او بهر لمن ورته وهل کيږي خلک غوسه کړي او د افغان مهاجرينو پر کورنو د بريد لامل شو.

دغې شورا د افغان مهاجرینو پر استوګنځیو برید غندلی او د ټولو کډوالو ماشومانو لپاره يې د وړیا زدکړې پر حق هم ټینګار کړی دی.

وروسته له هغه، چې په یزد ښار کې یوه لوړ پوړي ایراني امنیتي چارواکي وویل، چې د یوه ۱۷ کلن ایراني ځوان وژونکی بهرنی وګړی دی، قهرجنو خلکو په دغه ښار کې د افغان مهاجرینو پر کورونو بریدونه وکړل.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلیو ویډیوو کې هم لیدل کیږي، چې د افغانانو یو شمېر کورونه سوځول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو