د بښنې نړیوال سازمان: د ښځو د حقونو په ملاتړ ۱۶ ورځنی کمپاین روان دی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۲

د بښنې نړېوال سازمان له لوري پر انټرنيټ د ښځو د حقونو په ملاتړ ۱۶ ورځنی کمپاین د افغان مېرمنو د وضعیت د بدلون لپاره دوام لري.

دغه سازمان په اېکس پاڼه کې د ښځو حقونو د فعالانو د پیغامونو په خپرولو سره هڅه کوي چې په افغانستان کې د ښځو اوسنی ناوړه حالت نړیوالو ته انځور کړي.

د افغان ښځو او نجونو لپاره د بښنې نړیوال سازمان د ملاتړ کمپاین پر دوام د بشري حقونو د فعال عمر حیدري پیغام هم خپور کړی چې ویلي یې دي د افغان ښځو روان ناوړه حالت نوې کیسه نه ده.

د بشري حقونو دغه فعال د افغان مېرمنو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې له دغه حالت سره د مبارزې په برخه کې باید د افغانستان نارینه هم د ښځو ترڅنګ ودریږي.

د دې ادارې د سوېلي اسیا څانګې چې د ښاغلي حیدري دغه خبرې پرون په خپله اېکس پاڼه خپرې کړې، د افغان ښځو په وضعیت کې د بدلون لپاره یې د ګډو ګامونو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

تېره شنبه (د نومبر ۲۵مه) چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ وه، په دې مناسبت د بېلابېلو سازمانونو له خوا یو ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل شوی دی.

دغه سازمان د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د کړنو د حساب ورکولو په اړه پر انټرنيټ یو لیک هم خپور کړی چې د دغه لیک په پای کې یې د لاسلیکونو غوښتنه کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو څه باندې ۵۰ فرمانونه صادر کړي دي چې د نړیوالو له پراخو منفي غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.

نور خبرونه

رادیو