جان اڅګزی: افغانستان د پاکستان په بریدونو کې د ښکیلو ډلو ورسپارلو پر ځای دوه ګونې لوبه کوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۲

د پاکستان د بلوچستان ایالت اطلاعاتو لنډمهالی وزیر جان اڅکزي ویلي، کابل لا هم هغه کسان نه دي نیولي چې اسلام اباد يې ورته نوملړ سپارلی دی.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې پاکستان به په هیڅ صورت له خپلو غوښتنو په شا نه شي.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان څکزي د شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۱مه) د یوه خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته ویلي، پاکستان په وار وار له افغانستانه غوښتي چې هغه «ترهګر» ور وسپاري، چې اسلام اباد يې له ثبوتونو سره کابل ته نوملړ سپارلی خو کابل تر اوسه پورې د پاکستان دغه غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

همدارنګه نوموړی وايي د خیبر پښتونخوا د بنو په ورستي برید کې افغان اتباعو لاس لرل.

نوموړی په ټینګار سره وايي چې افغان کډوال به په زور له پاکستانه باسي.

جان اڅکزي ویلي، چې طالبان باید د هغو ډلو پر وړاندې خپل مسولیت ادا کړي چې د افغانستان له خاوري پر پاکستان بریدونه کوي.

همدارنګه نوموړي ویلي چې د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې نه په شا کیږي او افغانانو ته له ویزې پرته پاکستان ته د ورتګ اجازه ور نه کړي.

طالبانو تر دې مهاله د جان اڅکزي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو