د ښځو له حقونو د دفاع دوام؛ اریانا سعید د ښځو د حقونو د دفاع لپاره یوه نوې اداره جوړه کړه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۱

د افغانستان نوم وتې سندرغاړې اریانا سعید د ښځو د حقونو د دفاع لپاره د یوې نوې ادارې له جوړېدو خبر ورکړ.

اریانا سعید دغه بنسټ «د برابرۍ، ازادۍ او د ښځو پرمختګ» په نامه جوړ کړی دی.

افغانستان انټرنېشنل د مېرمن سعید یوه مرکه خپره کړې چې ویلي یې دي، تر دې مخکې یې د موسیقۍ له لارې د ښځو د حقونو لپاره په انفرادي توګه فعالیتونه کول؛ خو تر دې وروسته به په رسمي ډول د افغان ښځو د حقونو د دفاع په موخه کار وکړي.

نوموړې وایي:« زه سیاستواله نه یم؛ بلکې د خپل هېواد د ښځو خدمتګاره یم او که د ښځو د حقونو او افغانستان ته د راتلو تر منځ یو یې انتخاب کړم، نو د ښځو حقونو ته ترجیح ورکوم که څه هم زما لوی ارمان دا دی چې یو ځل بیا په افغانستان کې کنسرټ ورکړم.»

اریانا سعید همداراز د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، د طالبانو له واکمنۍ راهیسې یې له رسنیو سره د ښځو د حقونو د دفاع په موخه شاوخوا ۳۰۰ مرکې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو