طالبانو د کرزي په فرمان قومي مشر پاچا خان ځدراڼ ته په ور کړې ځمکه جوړه کلا ونړوله
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/5c0d5342d6922aa348ffeb708bfd97dc290bd09e-1102x627.jpg?rect=0,4,1102,620&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
طالبانو په خوست کې د قومي مشر او د ولسي جرګې د پخواني غړي پاچا خان ځدراڼ کلا ونړوله چې د پخواني ولسمشر د فرمان پر اساس ورکړل شوې وه. افغانستان انټرننشنل ـ پښتو ته رسېدلي اسناد هم ښيي چې حامد کرزي، پاچا ځدراڼ ته دا ۱۵ جریبه ځمکه د مېلمستون او مرغدارۍ لپاره ورکړې وه.
پاچا خان ځدراڼ د خوست - ګردیز پر لویه لاره له دغې ځمکې د کور ګټه اخیسته، خو پرون طالبانو په بولدوزرو سره ړنګ کړ.
د باچاخان ځدراڼ کورنۍ وايي د دې جایداد ټول قانوني اسناد لري او د تېر جمهوریت پرمهال یې دا ځمکه د پيسو په بدل کې د فرمان له مخې اخیستې وه.
د دوی پر وینا د طالبانو چارواکو د دې کور د اسنادو په اړه له دوی سره کوم تماس نه و نیولی.
د دوی نیوکه دا ده چې په خوست کې د طالبانو ځايي چارواکو د دوی غږ نه دی اوریدلی او نه یې دوی ته له وړاندې خبرداری ورکړی و.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/d37b5b72061b1b765e52450cafa6c62e4d3260fd-774x1032.jpg?rect=0,298,774,436&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
د پاچا خان ځدراڼ د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته وویل: « طالبان د شپې راغلل چې تر سبا سهار نهو بجو پورې کور تخلیه کړئ، مونږ ورته وویل چې دا موده کمه ده خو د طالبانو ټینکار دا و چې له کابله د مشرانو امر دی چې دا کور ونړوی.»
پاچا خان ځدراڼ او کورنۍ یې د طالبانو ترحاکمیت لاندې په افغانستان کې ژوند کوي.
د معلوماتو له مخې پاچا خان ځدراڼ په دغه ځمکه کې پر باغ او مرغدارۍ سربېره کلا باندې یو میلیون ډالره مصرف کړی و.
د خوست ځايي اداره چې د حقاني شبکې د غړو په لاس کې ده، تر اوسه یې په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
که څه هم داسې راپورنه خپاره شوي چې دغه ځمکه د خوست صنعتي پارک کې ده، خو د پاچا خان ځدراڼ کورنۍ بیا وايي د صنعتي پارک ځمکه د دوی جایداد ته څېرمه پرته ده او د دوی ځمکه له صنعتي پارک جدا ده.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په خوست کې ځايي سرچینو وویل، د حقاني شبکې مشر او د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې پر قوم هم ځدراڼ دی، له پاچا خان ځدراڼ سره د قومي مشکلاتو سابقه هم لري.
د سرچینو په خبره، د دغو ستونزو له امله سراج الدین حقاني د واک کارولو سره د پاچا خان ځدراڼ کور نړولی دی.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/5d8bb3bda4f5bc48596fa93244b4d864def3fdb0-1125x1068.jpg?rect=0,218,1125,633&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
سرچینې زیاتوي د جمهوریت له پرځېدو وروسته د سراج الدین حقاني تره او د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني له پاچا خان ځدراڼ سره په ناسته کې تېر په هیر ټینکار کړی و.
د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د نړیوالې ټولنې په یرغل پیلېدو پسې پخوانی مشر حامد کرزی په سوېل، قومندان عبدالحق په ختیځ او باچاخان ځدران په سوېل ختیځ کې هغه درې کسان و چې د طالبانو پرضد یې لښکرې جوړې او جګړې ته یې ودانګل.
د طالبانو پرځېدو سره باچاخان ځدران د خپلو وروڼو کمال خان او امان الله خان په ملګرتیا، پکتیا، خوست او پکتیکا ونیول، خو وروسته له حکومت سره د جنجال له امله یې د نړیوالو ځواکونو په زور او فرېب له دې دریو ولایتونو وسلوال و اېستل شول.
پاچا خان ځدراڼ د بون لومړي کنفرانس کې هم ګډون درلود او د خوست پر والي سربېره د ولسي جر ګې په لومړۍ دوره کې د پکتیا د خلکو استازی پاتې شوی دی.
د جمهوریت پر مهال د پاچا خان ځدراڼ پر کور څو ځله طالبانو بریدونه وکړل او په ۲۰۰۷ کال کې پر موټر یو ځانمرګی برید هم شوی و.
د ۲۰۱۲ کال په اګسټ کې هم د سړک غاړې ماین چاودنه کې د نوموړي یو ورور، وراره او ماما ووژل شول.