د کډوالو د اېستلو لړۍ دوام: له پاکستانه څه باندې ۲۰۰۰ نور کډوال هېواد ته ستانه شول

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۱

له پاکستانi د کډوالو د اېستلو لړۍ پر دوام د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۱۰مه) له دغه هېواده په جبري توګه څه باندې ۲۰۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې د جمعې په ورځ ۱۴۸۸ کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ورسېدل.

دغه وزارت همداراز لیکلي چې، د ستنېدونکو کډوالو د ثبت کمیټې د دغو کسانو بایومټریک هم کړی او د اړوندو ادارو له‌خوا ورسره مرستې هم شوې دي.

له دې سره د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یوه بل خبر له مخې، شاوخوا ۲۴۴ کورنۍ بیا د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

سره له دې چې د ژمي په درشل کې په جبري توګه له ایران او پاکستانه د کډوالو اېستل له پراخو غبرګونونو سره مخ دی؛ خو بیا هم دغه لړۍ روانه ده.

له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې چې له دغو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په چټکۍ سره روان دی، ډېر شمېر افغانانو هیله درلوده چې د پاکستان دریځ به بدل شي؛ خو د وخت په تېرېدو سره پاکستان تراوسه هم په خپل دریځ ټینګار کوي.

نور خبرونه

رادیو