د بشري حقونو څارونکې: د طالبانو په زندانونو کې د معترضو ښځو شمېر زیات دی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۰

د بشري حقونو څارونکې هېدر بار او سحر فطرت د پنجشنبې په ورځ د بشري حقونو سازمان په ویب پاڼه کې راپور ورکړ، چې د طالبانو په زندانونو کې د نیول شویو معترضو مېرمنو شمېر زیات دی؛ خو د هغوی د کورنیو په ګډون هیڅوک د دغو ښځو د وضعیت په اړه په مالومات نلري.

د بشري حقونو د څار دغو دوو کارکوونکو د طالبانو په بند کې د ژولیا پارسي، ندا پرواني، منیژې صدیقي او پریسا ازادې پر اوږدمهاله پاتې کېدو اندېښنه څرګنده کړه.

د بشري حقونو د څار دغو دوو کارکوونکو د پنجشنبې په ورځ همداراز زیاته کړه چې، طالبان په افغانستان کې معترضې ښځې تر نیولو وروسته سخت ګواښي او شکنجه کوي یې.

دوی همداراز لیکلي، طالبان د معترضو ښځو ترڅنګ هغه کسان هم څارلي او نیولي چې د نجونو لپاره پټ ښوونځي چلوي.

د دوی په وینا، طالبان ښځې په ناوړه شرایطو کې ساتي او کله ناکله یې شکنجه کوي.

د دغه سازمان په خبره، د طالبانو د فشارونو له امله ښځې اړې شوې چې لاریونونه پرېږدي؛ خو اوس‌مهال په کورونو کې هم د اعتراضونو تنظیمول ورته ناشونې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان له نړۍوالو غواړي، د هغو افغان مېرمنو تر څنګ ودرېږي چې له ګواښونو سره مخامخې دي.

نور خبرونه

رادیو