نن د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي غونډې جوړېږي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په اېکس پاڼه لیکلي، چې نن سهار ۹ بجې به په سويلي وزيرستان واڼه کې د چمن پرلت په ملاتړ او د افغانانو سره د روان ظلم پرخلاف اعتراضي غونډه وکړي.
نوموړي په دغې غونډه کې د دغه پیغام له لارې خلکو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.
هغه لیکلي:« د پښتون قام په درد چې څوک دردمند وي له هغو ټولو هيله کوو، چې په دغې اعتراضیه غونډه کې ګډون وکړي.»
ښاغلي پښتین دوه ورځې وړاندې د چمن په پرلت کې هم ګډون او وینا کړې وه.
نوموړي ویلي و، که چېرې د پاکستان حکومت خپله پرېکړه وانخلي؛ نو د جمعې په ورځ به په بېلابېلو سیمو کې د پرلت په ملاتړ لاریونونه پیل کړي.
د واڼې ترڅنګ، نن به په لاهور او پېښور کې هم د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي غونډې وشي.
تېره ورځ بیا د بلوچستان والي د چمن پرلت وهونکو څخه د دوی د غوښتنو د حل لپاره د پنځو ورځو وخت غوښتی و.
نن د چمن پرلت ۴۳مه ورځ ده، دوی د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې پرلت وهلی چې نور به په سپین بولدک ـ چمن په پاسپورټ او ویزو تګ راتګ کېږي.