د پاکستان سترې محکمې د افغانانو د ایستلو په اړه د اعتراض اورېدل پیل کړل

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۰

د پاکستان سترې محکمې نن د افغان کډوالو د اېستلو د مخنیوي په اړه د بشري حقونو د فعالانو د اعتراض اوریدل پیل کړل.‌

پاکستان چې په تېر اکتوبر کې د بې اسناده کډوالو اېستلو لړۍ پیل کړې، تراوسه له درې لکه ۷ زرو زیات افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

اکستان، افغان کډوال په دې پلمه وباسې چې ګواکې طالبانو د پاکستان ضد وسله والو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده، هغه تورونه چې د طالبانو له خوا رد شوي دي.

د بشري حقونو فعالانو یو وکیل عمر اعجاز ګیلاني ویلي، "هره ورځ په زرګونو خلک کړیږي او دا یوه بیړنۍ موضوع ده،‌ نو ځکه ما د محکمې نه غوښتنه کړې چې دا قضیه دې راتلونکې اونۍ وڅیړي."

د وکیل ګیلاني په وینا،‌ د قضیې اورېدونکو دریو قاضیانو له حکومت، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو، او همدارنګه د حکومت او لوړ پوړو پوځي چارواکو یوه پلاوي غوښتي چې د کډوالو د ویستلو په اړه دوی ته وضاحت ورکړي.‌

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د پخواني جمهوریت تر پرځیدو او د امریکا په مشرۍ د لویدیزو ځواکونو له وتلو وروسته په زرګونو افغانان چې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته، پاکستان ته وتښتیدل.

دغه افغانان اوس په پاکستان کې له دې ویرې پټ دي چې بیرته افغانستان ته وانستول شي ځکه چې دوی د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې خپل ژوند په خطر کې احساسوي. دغه ډله افغان کډوال د یوې بلې لویې ډلې افغان کډوالو سره پاکستان کې یو ځای شو چې پر افغانستان د شوروي د تیري پر مهال دغه هیواد ته کډوال شوي وو.‌

ګیلاني ویلي، هغه ماشومان چې په پاکستان کې په افغان کورنیو کې زیږیدلي، د زیږون حق له امله بیرته افغانستان ته نشي استول کیدای. نوموړي زیاته کړې چې محکمې ته د جمعې ورځې د اعتراض موخه دا ده چې دغو ماشومانو ته باید پاکستاني تابعیتورکړل شوي،‌ هغه څه چې د سویلي اسیا د ملتونو اساسي قانون یې وړاندوینه کړې ده.

په پاکستان کې شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې ۱.۷ میلیون یې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

پاکستاني پولیسو د کډوالو په سیمو کې کور په کور تلاشي پیل کړې او هغه کډوال چې په خپله خوښه افغانستان ته ندي ستانه شوي،‌ مجبوره چې خپل هیواد ته ستانه شي.‌ دغه عملیات په کراچۍ کې پیل شوي، چیرې چې سلهاوو زره افغان کډوال ژوند کوي.‌

نور خبرونه

رادیو