عبدالسلام حنفي: د ژمي په درشل کې د کډوالو جبري اېستل د نړۍوالو او بشري قوانینو خلاف عمل دی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۰

د طالبانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په لیدنه کې د ژمي په درشل کې له پاکستان او ایرانه په زوره د کډوالو اېستل د ټولو نړۍوالو او بشري قوانینو پر خلاف عمل وباله.

ښاغلي حنفي له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې دغه هېوادونه باید د راستنېدونکو کډوالو د شتمنیو د بشپړ لېږد په برخه کې د بشري حقونو درناوى وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو په همغږۍ سره کولای شي د ژمي په درشل کې د کډوالو د ستونزو په هوارولو کې رغنده چارې ترسره کړي.

د کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه د دې خبر په خپرولو سره زیاته کړه، چې مېرمن روزا اوتنبایوا د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي همکاریو د سازمان د کنفرانس او په دې کنفرانس کې یې د خپل ګډون په اړه معلومات له ښاعلي حنفي سره شریک کړل؛ خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

ښاغلي حنفي وويل، چې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او نورو سازمانونو او هېوادونو په اړه جوړې شوې غونډې ته بايد د افغان حکومت استازي هم ور وبلل شي، چې د دا ډول غونډو او کنفرانسونو پيغامونه په ښه توګه تبادله شي او د دواړو خواوو په ګټه وي.

د اسلامي همکاریو سازمان ۵۷ داسې غړي هېوادونه لري، چې اکثریت یې مسلمانان دي.

دغه سازمان په ۱۹۶۹ز کال کې جوړ شوی او مرکزي دفتر یې د سعودي عربستان د جدې په ښار کې دی.

د دغه سازمان موخه د غړو هېوادونو ترمنځ پیوستون او همکاریو ته وده ورکول دي.

نور خبرونه

رادیو