مریم منصف: د ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیتي توپیر غوره بېلګه ده

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۰

د کاناډا په پخواني پارلمان کې افغان ټبرې مریم منصف د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سلوک کټ، مټ د جنسیتي توپیر په مانا دی.

مېرمن منصف په ټینګار سره وویل، چې په افغانستان کې د ښځو په وضعیت کې د بدلون راوستنه د ټولو خلکو دنده او مسوولیت دی.

نوموړې چې پخوا په کاناډا کې د جنسیتي برخې وزیره هم پاتې شوې، طالبان یې «ترهګر» یاد کړل او په افغانستان کې یې په نارینه‌و غږ وکړ، چې په دغه هېواد کې دې د مېرمنو ملاتړ ته راودانګي.

مېرمن منصف هغه بندیزونه چې د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي یو، یو یې وشمېره او زیاته یې کړه:« د طالبانو له‌خوا ټول دغه لګول شوي بندیزونه د جنسیتی توپیر ښکاره بېلګې دي.»


هغې وویل، سره له دې چې دا مهال د کاناډا د پارلمان غړې نه ده؛ خو ژمنه یې وکړه چې په کاناډا کې به د افغانانو له فعالیتونو په تېره بیا د ځوان کول له هلو ځلو ملاتړ کوي.

مریم منصف د افغان ځوانانو هڅونه او د هغوی ملاتړ په افغانستان کې د وضعیت د بدلون لپاره اړین وباله.


د طالبانو له واکمنېدو وروسته کاناډا ویلي و، چې ۴۰ زره افغان کډوال به مني او د روان کال د اکټوبر په پای کې یې وویل چې خپله ژمنه یې عملي کړې ده.

نور خبرونه

رادیو