د بشري حقونو څارډله: طالبان د ښځو د حقونو فعالانې شکنجه کوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۹

د بشري حقونو څارډله وايي، چې په افغانستان کې طالبان د ښځو د حقونو فعالانې په خپل سر نیسي، ګواښي یې او شکنجه کوي یې.

دا اداره وايي؛ طالبانو د ښځو د حقونو پر څلورو فعالانو زحل پارسي، ندا پرواني، منیژه صدیقي او پاریسه ازاده سربېره نورې ډېرې ښځې هم په خپل سر بندي کړې دي.

دغه اداره د پنجشنبې په ورځ خپله اعلامیه کې زیاتوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته په رسېدو پسې د ښځو او نجونو د حقونو د له منځه وړلو لپاره د طالبانو اراده سملاسي ښکاره شوه.

خو د طالبانو له دې ارادې سره ښځې هم سملاسي لاس په کار شوي او سړکونو ته په وتلو سره یې دا شعار پیل کړ چې کار، ډوډۍ او ازادۍ.

د انساني حقونو د څارډلې په خبره، طالبانو دغو مظاهرو ته په بند او شکنجه ځواب ور کړ او له هغه راهیسې د ښځو یو بهیر بندیانوي، خاموشوي یې او کورنۍ یې وېروي.

د دې ادارې په خبره؛ طالبانو پر معترضو ښځو سربېره هغه ښوونکې هم نیولې ده، چې د نجونو پر زدکړو له بندیز وروسته یې د کورنو په ځمکتل کې ښوونځي درلودل.

یوې فعالې دې ادارې ته ویلي، چې د دوی غړې د خپل ځان او کورنیو خوندیتوب ته سختې اندېښمنې دي، له سخت فشار سره مخ دي او وېرېږي چې وبه نیول شي.

د بشري حقونو څارډله وايي، چې طالبانو ډېرې ښځې د کورنۍ له غړو او ماشومانو سره نیولې دي، په بد حالت کې یې اچولې او ځینې یې شکنجه کړې دي.

د دې ادارې په خبره؛ که طالبان دا ښځې ازادې کړې، نو د کورنۍ د جایداد اسناد یې ترې غوښتي او ګواښلي یې دي چې که بیا خپل غږ اوچت کړي، نو ملکیت به یې مصادره شي.

د بشري حقونو څارډله وايي، پخوا او اوس د نیول شویو ښځو له حال خبر دي؛ خو نومونه یې اخیستلی نه شي.

که څه هم نړۍ او د انساني حقونو ډلې له طالبانو بیا - بیا غواړي، چې د ښځو په هکله خپل چلن نرم کړي، د زدکړو او کار حق ور کړي؛ خو د بشري حقونو څارډله وایي، د وخت په تېرېدو سره طالبانو د ښځو پرضد نوې ځپونکې پالیسۍ غوره کړې او په وحشت سره یې پلي کوي.

دې ادارې ته ښځو ویلي، چې اول طالبانو دوی د سړک له اعتراض منع کړې؛ خو اوس یې په کور کې هم اعتراض ته نه پرېږدي.

نور خبرونه

رادیو