د بخښنې نړۍوال سازمان: د ښځو لپاره د بدلون په بېړنۍ اړتیا ټینګار کوو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۹

د بخښنې نړۍوال سازمان د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د کمپاین په دوام یو ځل بیا د افغان ښځو لپاره د عدالت او برابرۍ له لارې د بدلون پر غوښتنې ټینګار کوي.

دغه سازمان د «افغانستان د ښځو لپاره خبرې وکړئ» تر عنوان لاندې د خپل ملاتړ د کمپاین په دوام کې د دغه سازمان په اېکس پاڼه یو پیغام خپور کړی، چې په کې د اوسني وضعیت د بدلون غوښتنه شوې ده.

دغه سازمان د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې شاه ګل رضایي پیغام خپور کړی چې ویلي یې دي:« د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته نړۍواله ټولنه باید پاملرنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې افغان مېرمنې او نجونې د طالبانو د سختو بندیزونو له امله له خپلو ټولو حقونو بې برخې شوې دي او تراوسه هم دوی د زده‌کړو د دوام حق نه دی ترلاسه کړی.

د بشري حقونو فعاله وږمه توخي وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې چارواکي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو په درناوي او ساتنه کې پاتې راغلي دي.

نوموړې هم له نړۍالې ټولنې غواړي چې، پر طالبانو باید فشارونه زیات شي.

د نومبر په ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د بښنې نړۍوال سازمان په اېکس پاڼه د افغان ښځو د ملاتړ لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړ او له افغانانو یې وغوښتل، چې د لیک په لاسلیکولو سره د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.

نور خبرونه

رادیو