طالبان: د بدخشان په کشم بازار کې اور لګېدلی، چې له امله یې شل هټۍ سوځیدلې دي
په بدخشان کې طالب سرچینې وايي، اور سهار مهال په درې نیمې بجې لګېدلی او لمبې یې دومره زورورې وې چې شاوخوا ډېرې هټۍ یې وسوځولې.
په بدخشان ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند احسانالله کامګار وایي، د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې نږدې شل هټۍ سوځېدلې دي، د هغه په وینا دغه اور د برېښنا د شارټۍ له امله لګېدلی دی.
تر دې وړاندې هم د بدخشان په مرکز کې ورته اور لګېدنې شوې وې، چې له امله یې ولسي خلک زیانمن شوي وو.