د نوي زیلنډ د ښځو کرېکټ لوبډلې د پاکستان ملي لوبډله ماته کړه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۹

د نوي زیلنډ د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې نن د پاکستان لوبډلې ته په شل اوره سیالي کې په ۲۸ منډو ماته ور کړه.

د دواړو لوبډلو دا تمریناني سیالي د کوربه نوي زیلنډ په توپ وهلو سره پیل شوه.

نوي زیلنډ د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸ منډې جوړې کړې، خو د پاکستان لوبډلې د اتو لوبغاړو په بایللو سره ۱۴۰ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

د پاکستان کرېکټ لوبډله تېره جمعه د نومبر پر ۲۴ د نوي زیلنډ پر وړاندې د ۳ شل اوره او ۳یو ورځنیو سیالیو لپاره نوي زیلنډ ته لاړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به درې شل اوریزې لوبې د ډېسېمبر په ۳مه، ۵مه او ۹مه نېټه په ډونېډن او کوینزټاون کې او یو ورځنۍ لوبې به د ډیسمبر له ۱۲مې تر ۱۸مې په کوینزټاون او کریسټ چرچ کې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو