د تېر کال د اګسټ له ۱۵مې راهیسې درې لکه ۸۵ زره ۹ سوه ۹۳ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۸

پاکستاني رسنیو د پاکستاني چاروکواکو په حواله ویلي، چې د روان کال د اګسټ میاشتې راهیسې افغانستان ته درې لکه او ۸۵ زره او ۹ سوه ۹۳ افغان بې اسناده کډوال ستانه شوي دي.

خو بل خوا د طالبانو د کډوالو چارو وزارت دغه شمېره له څلورو لکو پورته ښودلې ده.

د پاکستان دولتي راډیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، چې دغو کډوالو ته په بېلابېلو ولسواليو کې موقتي کمپونه جوړ شوي، چې پکې ورته ټولې لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي.

خو افغان کډوال بیا وایي؛ دوه او درې شپې پرې په هغو کمپونو او انتظار ځایونو کې تېرېږي، چې پاکستاني چارواکو په پېښور او لنډي کوتل کې د دوی له پاره جوړ کړي دي.

د دوی په وینا دې کمپونو کې د پاکو اوبو، ډوډۍ او د سفر د چمتو والي په موخه لومړني وسایل نه شته او ورته ورتلونکي کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې؛ پرون ۱۱۵۹ کډوال افغانستان ته د تورخم او چمن له لارې بېرته ستانه شوي دي.
پاکستاني چارواکو وار د مخه ویلي وو، چې دوی به په لومړی پړاو کې د یو مېلیون کډوالو څخه زیات بېرته افغانستان ته ستنوي.

په ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په پاکستان کې پر مېشتو قانوني او غېر قانوني کډوالو غږ کړی، چې هېڅوک نه شي کولی چې په پاکستان کې سیاسي فعالیت وکړي او یا هم په ټاکنو کې له کوم ځانګړي نوماند څخه مالي ملاتړ وکړي.

نور خبرونه

رادیو