د سوېلي ولایتونو اوسېدونکي: یوه ډله عربان د کندهار، هلمند او فراه نادره مرغان ښکار کوي
د سوېلي ولایتونو اوسېدونکي وايي، د دغو کسانو شمېر چې شاوخوا ۷۰ تنو ته رسیږي، د ګران بیه موټرو او پر مختللو وسایلو سره د کندهار، هلمند او فراه په ولایتونو په ریګو کې د نادره مرغانو ښکار کوي.
د سیمې اوسیدونکي وايي، یاد کسان د قطر اوسېدونکي دي او هغه وخت په ښار کې لیدل کیږي چې خوراکي توکو او د نورو اړتیا وړ توکو د پوره کولو له پاره د دغو ولایتونو ښارونو ته ورځي.
دغه قطري کسان په تېرو څو ورځو کې د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ او په کندهار ښار کې هم لېدل شوي دي.
کندهار، هلمند او فراه کې پراخ ریګونه شته، چې وخت ناوخت عربان د نادره مرغانو د ښکار کولو له پاره ورځي.
له هلمنده سیمه ییزې سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي ، څو ورځې وړاندې یوه ډله کسان چې په عربي ژبه غږیدل د لښکرګاه ښار ته د خوراکې توکو پېرلو پر مهال یې ولیدل چې د طالبانو له لوري یې امنیت نیول شوی وو.
دغه سرچینه وايي: «د ښار اکثره برخو کې ورته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و، د عربانو سره پرمختللي موټرونه هم و، په ښار کې یې د اړتیا وړ توکي وپېرل او له ښاره د باندې د ریګ په لور یې حرکت وکړ.»
د معلوماتو له مخې دغو عربانو د هلمند په ګرمسیر، دېشو او خانشین ولسوالیو کې د اوسیدو کمپونه جوړ کړي او هلته د مرغانو ښکار کوي.
همدارنګه له کندهاره هم یو شمېر سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ریګو کې یوه ډله عربان د نادره مرغانو په ښکار کولو بوخت دي.
تېر کال هم د هلمند له پاره د طالبانو د والي هغه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې وه چې نوموړي د هغو عربانو سره لېدنه لرله، چې د ښکار کولو له پاره فراه ولایت ته تللي وو.
که څه هم طالبانو په افغانستان کې د مرغانو ښکار کول منعه کړي، خو ویل کیږي چې بهرنیو ښکاریانو ته د طالبانو له لوري د پیسو په بدل کې د ښکار کولو جواز ورکول کیږي.